ځاځي اریوب کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده

ځاځي اریوب کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده


  • 7 مياشتي دمخه (13/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 303

د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ نښته رامنځ‌ته شوې.

سیمه ییزې سرچینې وايي، پکتیا کې پر ډیورنډ فزضي کرښه «مڼې جبې او سپینې شګې» کې همدا شېبه له پاکستان سره درنه جګړه روانه ده. 

د سیمه ییزو سرچینو د مالوماتو له مخې، جګړه نن مازدیګر نږدې شپږ بجې پیل شوې او لا هم دوام لري.

سرچينې وايي، لومړی بريد له پاکستاني لوري شوی او افغان ځواکونو يې په ځواب کې بريد کړی. 

تر اوسه د یادې جګړې په اړه رسمي سرچينو څه نه دي ويلي او نه یې هم د تلفاتو په اړه معلومات شته.