اتمر: د سمیع سادات ادعا لوی دروغ او کاذبه شخصیت جوړونه ده

اتمر: د سمیع سادات ادعا لوی دروغ او کاذبه شخصیت جوړونه ده


  • 3 مياشتي دمخه (15/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 162

حنیف اتمر د سمیع سادات هغه ادعا چې، ګویا نوموړی د اتمر لخوا وژل کېده، لوی دروغ، او له خپل مسوولیت تېښته بللې.

 

د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د جنرال سمیع سادات د ادعا په اړه زیاته کړې چې، که دغې موضوع حقیقت درلود، نو سادات به عدلي ارګانونو ته خبر ورکړی و، نوموړی زیاتوي چې هغه مهال ده هیڅ حکومتي وظیفه هم نه درلوده.

اتمر د جمهوري نظام د پرځېدلو د مسوولینو محاکمه غوښتې او جنرال سمیع سادات ته یې په خطاب کې ویلي چې، د خپلې شرمناکې ماتې په اړه دې ځواب ووایي.