د اسرائیل او ایران کړکېچ؛ د هېواد پر فضا د نړیوالو الوتنو شمېر زیات شوی

د اسرائیل او ایران کړکېچ؛ د هېواد پر فضا د نړیوالو الوتنو شمېر زیات شوی


  • 3 مياشتي دمخه (06/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 58

پر ایران د اسرائیل د احتمالي برید د ګواښ له کبله د هېواد پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوې دي.

د اینډپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له فضا ۱۹۱ الوتکې تېرې شوې، چې په تېرو درېیو کلونو کې بېسارې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په سپټمبر میاشت کې د هېواد پر فضا له ۱۹ تر ۳۰ الوتکې تېرېدې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد له فضا هره تېرېدونکې الوتکه ۷۰۰ امریکايي ډالر ورکوي.