د تل ابیب په شمالي برخه کې لارۍ ډوله موټر د بس موټرونو له تم ځای سره ټکر کړی او له امله یې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له له مخې په دغه ټکر کې ۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور زخمیان شوي دي.
مالومات ښيي چې ددې ټکر له امله زخمیان شوو کې زیاتره اسرائیلي نظامیان شامل دي.
د پېښې ځای ته د اسرائیلو د امنیت ملي وزیر هم ورغلی دی.
پېښه هغه مهال د تل ابیب په ګالیلوت نومي سیمې کې رامنځته شوه چې یوې لارۍ ډوله موټر د ملي بس له یو تمځای سره ټکر کړی دی.
د پېښې ځای ته زیات شمېر پولیس حاضر شوي او په وینا یې چې دا پېښه یوه تروریستي پېښه ده.