د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر ویلي چې د افغان-ټرانز رېل پټلۍ دهلېز په فعالیت سره به د مرکزي اسیا په ټرانزيټي وضعیت کې ښه والی راشي.
الهام محکوموف زیاته کړې، دا چې مرکزي اسیا اوبو ته مستقیمه لار نه لري، نو له همدې امله له پېړیو راهیسې دې ستونزې دوی د ټرانسپورټ له يوې ارزانې لارې بې برخې کړي دي.
نوموړی زیاتوي چې د افغان-ټرانز د رېل پټلۍ دهلېز به د مرکزي اسیا د هېوادونو تر منځ دوه اړخيزې اړیکې د پام وړ پراخې کړي.