د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په تېره سلواغه میاشت کې یې پر زرګونو کورنیو د ۲۰۹ میلیونه، ۲۳۸ زره او ۷۸۳ افغانیو مرسته وېشلې ده.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه مرسته یې د هیواد په ټولو ولایتونو کې پر ۶۵ زره او ۶۳ بې ځایه شویو، راستنېدونکو او اړمنو کورنیو وېشلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرسته د ملي او نړیوالو مرستندیو سازمانونو په مالي ملاتړ ترسره شوې، چې خوراکي او غیر خوراکي توکې، جامې، نقدې پیسې او روغتیايي کڅوړې پکښې شاملي وې.