د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي خبر ورکوي، چې په یاد ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د دوو ښځو په ګډون درې کسان او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي. د یاد ریاست سرپرست شمس الدین محمدي سمسور نیوز ته ویلي، چې دا ترافیکي پېښې تېره ورځ...
افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې ۴۰ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه یو شمېر روغتونونو ته ورپېژندلي دي. یادې ټولنې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ماشومان یې په پلازمېنه کابل کې اوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي. ...
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ګڼو نورو دغه دولتي چارواکو لخوا نن د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی. اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه بند پر جوړولو شاوخوا ۲...
د رسنیو د راپورونو پر اساس، تېره ورځ او د شپې ناوخته په غزني او سمنګان ولایتونو کې د دریو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي. راپورونه وايي، د دغو ترافیکي پېښو له جملې څخه دوې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ په صیاد...
د کندهار د ټولګټو چارو ریاست خبر ورکړی، چې په کندهار کې یې د کابل- کندهار لویي لارې ۳۷ کیلومتره سړک تر جوړولو وروسته ګټې اخېستنې ته سپارلی دی. یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه اندازه سړک د کندهار ولایت له دامان والسوالۍ څخه پیل بیا د...
کندهار کي مرکز له کندهار ښار څخه ختیځ ته لور ته د ډنډ ولسوالۍ پر لاره د زابر پر غاړه د یوه کس لخوا د وحشي او اهلي څارویو یو ژوبڼ جوړ شوی دی. د یاد ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ۲،۵ جریبه ژوبڼ کي د یوه کس لخوا شاوخوا ۳۰۰ زره ډالر...
د غزني ولایت امینه قومنداني خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او اووه کسان نور ژوبل شوي دي. یادي قومندانۍ نن رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ترافیکي پېښه د کابل- کندهار لویې لارې &lrm...
په جرمني کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان (Hengaw) ویلي، چې د ایران حکومت د یاد هېواد په لرستان ولایت کې یو افغان په دار کړی دی. دغه سازمان په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه افغان تېره ورځ د عليګودرز په مرکزي زندان کې د قصدي وژنې په تور اعدام ش...
په جرمني کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان (Hengaw) ویلي، چې د ایران حکومت د یاد هېواد په لرستان ولایت کې یو افغان په دار کړی دی. دغه سازمان په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه افغان تېره ورځ د عليګودرز په مرکزي زندان کې د قصدي وژنې په تور اعدام ش...
د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یاد ولایت په مرکز خوست ښار کې د ګازو ډبې د یوې چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي دي. یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا چاودنه د دویمې ناحیې اړوند په یوه پلازه کې تېره شپه شوې او په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمنه،...