خبرونه

روان کال ۴۶ ټنه زعفران صادر شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لومړیو نهو میاشتو کې اوو هېوداونو ته د ۳۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۶ ټنه زعفرانو صادرولو خبر ورکړی دی.  د افغانستان ملي ټلوېزیون د یاد وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په حواله لې...

ګوترېش د حزب الله او اسرائل له اوربند هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی.   نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لېکلي، چې هېله مند دی ترڅو دغه هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي، کړاوونو او د ورانیو پای ته رسېدو...

د اسرائیلو او لبنان تر منځ اوربند شوی

د اسرائیل او لبنان تر منځ دوه میاشتینی اوربند نن پېل شوی دی.    د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان تر منځ شوی دا اوربند به په لومړي سر کې تر ۶۰ ورځو دوام وکړي.    یاد اوربند نن چهار شنبه په داسې حال کې پېل شو، چې تېرو څو...

ټرمپ امریکایانو ته د پام وړ ګران شوی

د امرسون کالج په تازه نظر پوښتنه کې له ډونالډ ټرمپ سره د امریکایانو مینه ۵۴ سلنه زیاته شوې ده.    یاده نظر پوښتنه په ټاکنو کې د ټرمپ له بریالي کېدو وروسته ترسره شوې او ښيي چې امریکایان د تېر په پرتله د ټرمپ شخصیت زیات خوښوي.   ...

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ترکیې ته تللی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ترکیې ته په سفر تللی دی.    ترکیې ته د نورالدین عزیزي د دغه سفر هدف د حلال نړیوال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې ګډون ښودل شوی دی.    یاد نندارتون چې ښاغلی عزیزي به پکې وینا هم وکړي، ټاکل شوې نن پ...

راتلونکې کال کې د شري واکسین تطبیقېږي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د یو شمېر نړیوالو ادارو له استازو سره په یوه انلاین لیدنه کې خبر ورکړی، چې په راتلونکي کال کې به په افغانستان کې د شري واکسین تطبیق کړي. د جلالي په وینا، د یادې ناروغۍ په وړاندې د واکسین د کمپاین لپاره...

افغانستان د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

  د افغانستان ۱۹ کلني کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه ۵۰ اوریزي لوبلړۍ په پایلوبه کې د پاکستان ۱۹ کلني کرکټ ملي لوبډلې ته په ۲۱ منډو ماته ورکړه او اتلولي یې وګټل.  په دې لوبه کې افغانستان د نهو لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۲۵۱ منډي هدف ورکړ...

رويټرز: د عمران خان پلویانو لسګونه پولیس زخمیان کړي

د عمران خان د پلویانو لخوا د روانو لاریونونو په ترڅ کې د دوی او پولیسو تر منځ اخ و ډب رامنځته شوی دی.    د رويټرز د خبر له مخې په دغه اخ و ډب کې یو تن پاکستانی پولیس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.    یاد لاریونونه چې له ت...

سره میاشت د ۱۲ تنو زړه سوري ماشومانو درملنه کوي

افغاني سر‎ې میاشتې ټولنې ویلي، چې ۱۲ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه په کابل ولایت کې څلورو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.  یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې یاد شمېر ماشومان یې نن دغو روغتونونو ته ورپېژندلي او د در...

له پاکستاني بندخونو ۱۴ تنه افغانان آزاد شوي

 د کډوالو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۱۴ تنو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې په یادو کسانو کې پنځه تنه له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان هم شامل دي او تېره ورځ د تورخم پر لار هېواد ته راستانه...