خبرونه

د پي ټي ایم ۱۷ غړي له زندان خوشې شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۷ تنه غړي د پاکستان له زندان خوشي شوي دي.  د یاد غورځنګ مخکښ غړي زاکیم خان وزیر پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې د خیبر په قامي لویي جرګې د ګډون له امله نیول شوي ۱۷ تنه ملګري یې خوشې شوي دي.  نوموړی زیاتوي چې دا کسان د پ...

روسیې له چین سره د اړیکو پراخوالي ته لېوالتیا ښودلې

د چین او روسیې ولسمشرانو د بریکس کنفرانس په څنډه کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پراخوالي ټينګار کړی دی.  د روسیې ولسمشر ولادېمېر پوتین د چین ولسمشر شېجېن پېنګ سره په لېدنه کې ویلي چې روسیه غواړي د نړیوال ثبات د تضمین په پار له چین سره خپلې اړېکې قوي...

د سوډان داخلي جګړه؛ ۱۰۰ تنه عام وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سوډان د داخلي جنګ له امله ۱۰۰ تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  په سوډان کې د داخلي جنګ په دوام د یاد هېواد د روغتیا وزارت په تېرو دوو ورځو کې د ۴۶ عامو وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.  یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې په دغه موده کې د...

کابلوف: له رسمیت پرته سرپرست حکومت سره دوستانه اړېکې لرو

  د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې بغیر له رسمیت پېژندنې هم له سرپرست حکومت سره دوستانه اړیکې لري. ضمیر کابلوف ویلي، چې که څه هم سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني خو دوستانه اړیکي ورسره لري او دا اړيکې ډیری پر اقتصادي اړخ راڅرخي....

قزاقستان ټاپي پروژې کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې

قزاقستان د ټاپي ګاز پایپ لاین په پروژه کې ونډې اخېستو ته لېوالتیا ښودلې ده.  راپورونه ښيي چې په دې تړاو د ترکمنستان او قزاقستان تر منځ بحثونه روان دي، چې د ټاپي په پروژه کې دې قزاقستان ګډون وکړي او کنه.  دغه پروژه چې د ۸۱۴ کېلو مترو په او...

سمنګان کې ترافېکي پېښې ۷تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سمنګان کې د یو فورټېنر ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.    د سمنګان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د سمنګان- بغلان په لویه لاره ددغه موټر د چپه کېدو له امله یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي د...

ایران یو ځل بیا اسـ.ر.ا.ئیـ.ل په سخت ځوابي برید ګواښلي

‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په سیمه کې جګړې ته نه دي لېوال، خو هر ډول برید ته تیاری لري.    سید عباس عراقچي کويټ ته د خپل سفر پر مهال یوې خبري ناسته کې ویلي چې، اسـ.ر.ا.ئیـ.ل که پر ایران هر ډول برید وکړي، ورته ځواب به ورکړل شي...

د هېواد د غنمو په تولید کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، سږ کال ۴،۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ زیاتوالی ښیي. دې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، دا تولیدات له ابي او للمي ځمکو څخه ترلاسه شوي، چې له جملې یې ۱،۳۸ میلیونه هکټاره له ابي او...

مک ډونالډ رسټورانټ نه دی ډاډمن چې هرېس دې پکې کار کړی وي

نیویارک پوسټ خبر ورکړی چې مک ډونالډ رسټورانټ په ډاډمنه توګه نشي ویلی چې کاملا هرېس دې د دوی په يوې څانګې کې کار کړی وي.    دا ناندرۍ داسې مهال د رسنیو د سر ټکی شو، چې د کاملا هرېس سیال ډونالډ ټرمپ د مک ډونالډ په یوه رسټورانټ کې د کار کولو...

حنفي: د ښځو شرعي حقونو ته ژمن یو

  د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزازت سرپرست ویلي چې یاد وزارت د ښځو ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی.    شیخ محمد خالد حنفي لغمان ته د خپل سفر پر مهال د خلکو شکایاتو اورېدو ته ژمنتیا ښودلې او په وینا یې هیچا ته به اجازه ورنکړل شي، ترڅو د...