خبرونه

د واکسین د میلیونونو ډوزونو د ذخیره کولو لپاره تاسیساتو جوړېدل

 د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، په افغانستان کې یې د واکسین د ۶۰ میلیونه ډوزونو د ذخیره کولو لپاره تاسیسات جوړ کړي.  یونېسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا تاسیسات د جاپان او د واکسینونو لپاره د نړیوال اتحاد په مال...

پاکستان کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د ۷ تنو وژل کېدل

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله والو کسانو ۷ کارګر وژلي او ۲۰ نور یې تښتولي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه ایالت د چارواکو له خولې لیکلي، چې دغو کارګرانو د پنجګور په موسی خېلو سیمو کې په یوه زیربنایي پروژه کې کار کاوه چې د چین له خوا تمویلېږي....

له ترکمنستان سره پر نورالجهاد سبسټېشن پروژې خبرې

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیه رئیس عبدالباري عمر د ترکمنستان برېښنا وزیر سپاروف انا ګلیدي سره په ټیلفوني خبرو کې د نور الجهاد سب سټېشن پراختیا او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په...

اوچا: د بېړنیو مرستو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په افغانستان کې له میلیونونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښنه ښوولې ده. اوچا په یوه بیان کې ويلي، چې را روان ژمی له نږدې ۱۶ میلیونو اړمنو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډال...

پروان کې ۵۰۰ کسان په نامعلومه ناروغۍ اخته شوي

د پروان ولایتي چارواکو خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې  ۵۰۰ کسان په یوه نامعلومه ناروغۍ اخته شوي دي.  د یاد ولایت د والي ویاند حکمت الله شمیم ویلي، چې دا کسان تر ډېره د یوې سیمې اوسېدونکي دي او شمېر یې نور هم په زیاتېدو دی.  ویل کېږي،...

سرپرست حکومت په بریکس کې د ګډون غوښتنه کړې

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه  کلیپ کې ویلي، چې سرپرست حکومت په بریکس کنفرانس کې ګډون ته لېواله دی او غواړي په دې غونډه کې له نړیوالو سره د اقتصادي پراختیا په اړه خبرې وکړي.    که څه هم تر اوسه روسیې په دې اړه رسمي...

اکسیوس: حزب الله ډلې له ایران غوښتي، چې پر اسرائیلو دې برید وکړي

اکسیوس خبري اژانس د دوه اسرائیلي سرچېنو له قوله لېکلي چې د لبنان حزب الله ډلې له ایران غوښتي څو پر اسرائیلو دې برید ترسره کړي. سرچینې زیاتوې، چې ایراني چارواکو د لبنان حزب الله ډلې ته په ځواب کې ویلي، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په نیویارک کې دی...

ازبکستان کې افغان سفیر خپل فعالیت پیل کړ

په ازبکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د یاد هېواد په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان نوي سفیر عبدالفغار بحر پخپله دنده پیل کړی دی.    دغه سفارت تېره ورځ پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې دا خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې نوموړی پرون په یو لړ...

میدان وردګ او هرات کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په میدان وردګ او هرات ولایتونو کي د درېیو جلا، جلا ترافیکو پېښو له امله یو کس وژل شوی او ۱۱ تنه نور ژوبل شوي دي.   د راپورونو پر اساس، لومړۍ دوې پېښي د میدان وردګ د سید آباد ولسوالۍ په ډاګ بغرۍ او لوړې سیمو کې د سراچې او کرولا او فلډر او موټر...

شاهین: د پخواني نظام چارواکو په الوتکو کې هم ولایتونو ته سفرونه نشول کولای

په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر ویلي، چې د تېر نظام چارواکي په الوتکو کې ولایتونو ته نشول تللی، خو د سرپرست حکومت چارواکي په موټرونو کې سفر کوي.    سهیل شاهین  ولایتونو ته د تېر جمهوري نظام او اوسني سرپرست حکومت د چارواکو د...