راز

2020-09-21

د کال اولې ورځې ستړې مه شې،
دا راته وايه چې په خير خو راغلې

خدای دې له ما سره ژوندۍ لره
دا ړومبی ځل نه دی چې ما باندې احسان کوې
زما په ژوند دا اوه ديرشم ځل دی،
چې خپله ښکلې څيره ما ته ښايې
وايه کنه د کال اوږدو کې خو به،
زما په څير چا ځورولې نه يې؟
چا درته سپکې سپورې نه دي ويلي؟
چا خو به تا نه نفرت نه وي کړی؟
هو،
ته به خبره نه يې،
غواړم چې تا ته يو راز وسپړمه
تير کال چې ته راتللې،
ستا له راتلو نه فقط يو ورځ مخکې
يو چا له ما ځنې نفرت وکړ،
يو چا له ما سره سپيڅلی شان تعهد مات کړ،
يو چا زما په پاکه مينه باندې تور پورې کړ
باور دې وشه، په ايمان يې وايم
پرونۍ ټوله ورځ،
له شين سهاره تر خړي ماښامه
د پوره کال انديښنو،
يو په يو وځوروم
سخت مې په ځان باندې زړه و سوزيدو
دومره مې وژړل چې اوښکو مې لمن درنه کړه
شپه راغله، شپې په غيږ کې ونيولم
خو نن سهار چې زه له خوبه ويښ شوم،
د ماهيپرد غره له هسکې څوکې،
ستا سورکي لمر راته د وړانګو غبرګ لاسونه راکړل
نو سم له واره مې د زړه غوږ کې شاعر ملګري وويلې:
عابده! بس دی تير په هير وګڼه
نورې د تير کال اندېښنې له زړه نه وغورځوه
اوس پوره کال اوښتی
د نوي کال دلمر زرينې وړانګې
درته په مينه وايي
د نوې ورځ تنکۍ شيبې،
د کال تر پايه پورې
درته نيکمرغه غواړم

١/١/١٣٨٣ د کابل منډيي