غزل

2020-09-21

د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په گډا کــړه
مرورې دي سندرې، لږ يې توري را پــــــــخـــــــــلا کـړه
 
په نظر راباندې وڅښه، د ښکلا د مۍ جــــــــامــــونـــه
اوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صـــــهـبا کړه
 
د زړگي په للمه دښته، د ارمــــــــــــــــان زړي کــــــــرمه
د باران په شان وريږه، چيرته شنه مې تـــــمـــنـــا کـــړه
 
تخـيل کې جوړومه، ستا د مينې د ښـــــــکــــــــــلا بُت
بُـــــتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړه
 
څنــــــگه غلی ناست يې ” بازه“ وزرونه دې خواره کړه
د کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه