غزل

2020-09-21

د ژوند مسته نغمه چې له ربابـــــــــه راوتــــلـــه
د مينې ولوله مې له شبابـــــــــــه راوتــــــــــــلــــه
زم زم خو به چا نه وي په مينا کې اړولــــــــــي؟
بيګا شپه چې وږمه يې له شرابه راوتــــــــــلــه
د تندې تلوسه مې وار له واره زياتــــيـــدلـــــه
ها ښکلې چې يارانو له سُرابــــــــــــه راوتـــــله
پرون چې د مطرب له ترنګه څه مې اوريـدلي
هم هغه مسئله نن له کـــــــتابــــه راوتــــــــــلــــه
کوم چا به په پنجره کې بنديوانه وي ساتلي
کوتره خو به ”بازه “ بې حجابه راوتـــــــلــــــــه