د رنګونو ښکلا

2020-09-21

زه چې اول اول مين غوندې شوم
او د رنګونو په مانا لږ و ډېر وپوهيدم
نو ما به داسې ګڼه
چې زيړ رنګونه په رښتيا د مينتوب نښه وي
زما به هله دا باور پوخ شو
چې د مالت جونو به
خپلو ښاديو کې سندرې ويلې
نو دا ټپه يې يې ضرور ويله
(( زه په مين سړي پوهيږم
يا يې رنګ زيړ وي ، يا يې شونډې وچې وينه))
نو ما به هم کله نا کله
زيړ بنين د تور کميس له لاندې واچولو
او د ګريوان تڼۍ مې خلاصې ساتې
او کله کله به مې زيړ ګل بند
په غاړه واچولو
بيا به مې ټول مازيګر
آن تر خړي ماښامه
د ګودر لارې څارې
خو اوس،
اوس چې زما مينتوب
د ليونتوب تر حده ورسيدو
نو د رنګونو دا مانا راته پيکه ښکاره شوه
ځکه چې ته په هر يو رنګ کې راشې
نو ستا له نوره رنګ رڼا واخلي
اوس راته ستا له رويه ټول رنګونه ښکلي ښکاري
بازمحمد عابد، د زرداد سرای د کابل منډيي
٢٠٠٦/١٢/١١