لږ يې راويښ کړه دې ويده ارمان ته لاس واچوه
راشه دا ځل زما د زړه گريوان ته لاس واچــــــــوه
راته د سپينو سپينو ستورو امــــيـــلــــونـه راوړه
د کائيناتو دې خواره جهان تــــــه لاس واچــــــــو
ترينه ولجه کړه د سندرو غرونـــــه غرونه اوښان
د غزلونو اوښبانه کاروان تــــــه لاس واچــــــــوه
چې د وختونود ناسازو نه څه غچ خو واخـــــــــلو
جانانه نن خو دې تراخه دوران ته لاس واچـــــوه
چې د رقيب له زړه سوی سوی دود وخــــيــــژي
” عابده“ دا ځل دې خواږه جانان ته لاس واچوه