غزل

2020-09-21

 

ټولې  بُتکدې وې حرم را نــــــــــــغــــــــی
زړه ته مې څوک ښکلی صنم رانــــــغــی
 
چاته چې مو لارو کې گلان شيـــنــــدل
هغه خو زمونږه په چم رانــــــــــــغـــــــی
 
تل د سپينو ليچو په خنجر راځــــــــي
ښکلی د موسکا په کرم رانــــــــغـــــی
 
ځم چې د گلونو موسم غلا کـــــړمـــــه
مونږ باندې يو کال چيرته سم رانغی
 
ته يې چې ښکالو ته غوږ نيولی وې
” بازه“ هغه زرکــــه قــــدم رانـــــغـــی