غزل

2020-09-21

د پسرلي تــــر ښــــکلا دنګ جانانه
پر سينه وکــــــــــره لــــــونګ جانانه

نن بـــــه دې ښـــه په ديدن ځان مړوم
نن دې تر ډېره يــــــم تر څنګ جانانه

دا چـې ډېر ډېر درته ځير ځير يمه زه
دا مـــې بـلا ډېر څښلي بنګ جانانه

کله به ته هــــــم پـــه چــــا زړه وبايلې
کله به ته هم شې ملــــــنګ جــــانـانه

که مولا تا زما تــــــــر خـــــوا راولي
وبه ګټم بايــــللی جنـــــګ جــانــانــه


لـــږ خــــو راوګوره د خدای په خاطر
لږ د (( بــــاز )) ومنــه قلنګ جانانه

٢٥/١١/٢٠٠٦ کابل