غزل

2020-09-21

د مينې لاروی يمه صنم ته مې وربــــــــــــولـــــــــــي
دا داسې بُتکده ده چې حرم ته مې وربــــــــــولــــي
دا زړه راسره رخه لري ځکه خو يــــــــــــــارانـــــــــــو
چې چيرته مينه نه وي هغې چم ته مې وربــــــولي
د چا د تورو سترگو د جادو به څه اثــــــــــــــــر وي
چې هر سهار د ميا او ملا دم ته مې وربـــــولـــــي
چې ستا د خولې خبره مې په شونډو زمزمه شي
يو ښکلی ترنم شي زير او بم ته مې وربــــولـــــي
نظر مې د رخسار په لارو تورو زلفو ونـــــيــــــــو
دا څنگه رڼې لارې دي تورتم ته مې وربـــــولــي
ليمو کې يې د ژوند خُمار، خُمار راته کـــرلــی
چرسي بنگي سړی يمه چيلم ته مې وربــــولي