2020-09-21
نه کیږي جانانه ګذران نــــه کـــیـــږي
ښار دی نا پرسانه ګذران نـــه کیـــــږي
چیرته په دي وران وطن کــې دمــه شو
ستړي یو ستومانه ګذران نـــــه کیږي
مخکې مو لیوانو ځنـــې ځـــــان ساته
اوس خو له انسانـــه ګـــذران نه کیږي
جنګ تـــه بــــه جــانـــانـــه په اتڼ ورځو
بې له یه قربانه ګـــــذران نــــه کــیـــږي
زهر پــه نغمو راچـــې قـــمـــچنـــــونـــه
ژر به شــې پښیمانه ګــــذران نه کیږي
روغ موکه ، اباد موکه راوخــــانــــده
ډیر یو پریشانه ګــــذران نـــه کـــیــږي
خپلو خو ها دي لـه ژونـــده وایســتـــو
اوس یې بې له تانه ګـــذران نــه کیږي
۳۱ / ۸ / ۱۹۹۸