2020-09-21
سترګو نه دې جارشم پکې خــــدای ګـــــورم
پښو ته دې د سرایښــو دو ځــــــای ګـــــورم
ستا له ګل وجود نه خرابــــات شــــــه ځـــــار
شونډې چـې پرانیــــزې سُر او لا کی ګورم
تـــاچــــــې لیـــــونــــــي هــم آزمو یلو اوس
وامـــې خـــله ځواني چې سرمې بای ګــورم
شــــاړه دزړګــــــي نــــغـــــمـــــه زاره کـــــــړه
کیف دی پـــــه خبـــــرو کـــې دنای ګـــــورم
ولــــــې به مغـــل راتـــه ګـــــواښیــــږي نــــه
وران چــــې دخـــوشحال درزم سرای ګــورم