2020-09-21
په جلال اباد کې دغازي امان الله خان او دهغه د میرمنې ملکې ثر یا پر مزار ، ملکه ثریا ته !
واه ملکې ! څومره هو سا ، څـــه پـــه ارم پــــــــرتــــــه یـــــې په څومره برم دعظمت دغـــــره پــــــه بـــــام پـــــرتــــه یـــــې واه زورورې لا دې هـــــم خــــــلــــک ســـــلام تـــــه راځــــــي شه مبارک چـــــــې پــــه لـــیــــمــــو دیوه قام پـــــرتــــه یــــې * * * دلته نازو او زرغــــــــونـــــه خــــلک پـــــــه کاڼــــــو ولــــــي دمـــــلالـــــۍ دخــــــولــــې ټــــپــــه خـــلک پـــــه کاڼو ولي هره اونۍ دښــــــار لــــــوبـــغـــــالـــي کې را ټول وي اولس یوه ښایستو کې پرښــــتــــه خلـــــک پــــــه کاڼـــــو ولـــــي * * * داسې ماحول کـــــې دتــــــا خپــــل نــوم او نشان پا تې دی لادې پر قبر دنــــــامــــه تـــــوري روښــــــان پــــــاتــــــې دي په دې مالت کــې چې دښــــــځــــې وجــــــود شرم ګــــڼــــي وایه چې څنګه دې لا قـــبر پــــــه امــــــان پــــــا تــــــې دی ؟ * * * هغه شیطان چې ته تکفیر کــــړی تـــــه یــــــې وشــــــړلې لا د تذویر تسبې په غاړه په ممبر کــــې نــــاســــــت دی هـــغـــه شـــیـــاد چـــــې ستــــا لـــه نـــــوم سره ګناه تړلې لا د اولـــــس پــــه ویـــنـــو څري په بر سر کې ناست دی * * * سر دې راجګ که ثریا ستا بــــــه بـــــا ور نـــــه راځـــــــي ښار کې د جـــــهـــــل او تـــــورتـــــم دلښکر راج وګوره هغې بلا چې درڼـــــا پــــــر لــــــمــــن داغ وو ایــــښــــی اوس یې پـــر ســــر ستــــا دغــــازي ملګري تاج وګوره * * * یو وخت رڼــــا ددریـــڅــــې کلــــي دتـــــا پــــــه لاس وه ته وې په مخکې او تر شا دنـــــــور لښکر دې راوست تا د آدم کـــیـــڼـــې پـــوښـــتــی ته خپل هویت وبا ښه سر دې پــــه تـــله کې وو ایښی دلې لمر دې راوست * * * تــــــــا درڼـــــا دنـــــور دکـــــرښــــو تــــلاوت وکـــــاوه تا له رواج نه یو ښایستو کـــــی بــــغــــاوت وکــــاوه زه دې له سوي نا امید زړه نه لوګی شم بــــي بـــــي تــــا ددســـحــــر دراوستـــلـــو ریـــا ضــــــت وکاوه * * * ثریا مرګ دی دلې مرګ دی دلې مرګ دی هـــرخوا ستا دوطن لوڼې بندیانې دي بـــنـــدیـــانـــې دلته تورو پردو ، تــــورو ښــیښــو ، بندو کړکیو شاته دمرګ منزل با نـــــدې روانــــې د ي روانـــــې دلې * * * دلته دې خویندو ته دجنس پـــه نــوم سزا ورکوي څو پــــرښــتــې ، دیـــو ابــلیس کورته رڼا ورکوي هر ځـــنـــاور چــــې ددی کلــــي ډیــــر وڅــــیـــــري ورتــــه ډالــــۍ زمـــــوږ امــــام لـــوڼـه دتا ورکوي * * * ملکې دلته خلــــک ستــــا قـــبـــیـــلـــه کمــه تــــلي څوک یې له وینځو ، څوک نانځکو سره سمه تلي دلته حوا نــــه انــــکاري دي دحــــوا بــچـــو ڼـــــي دلتــــه عــــادت دي خلک نجونې له درهمه تــــلي * * * ستا په وطن کې ښځې اوسي خو انداز یې نشتــه پیغلې هغه ، نجونې هغه ، دټپې ساز یې نشتــــه دلې دپیغلو د واده جامې په اوښکو لــــــــمــــدې لکه دوینځو په سر لښتې خوري آوزیې نــشتــــه * * * ځمکه دې وســوځي چې ستا نازک وجود یې وخوړ زموږ دورانـــې کلا لمر دهسک سيوږمۍ خوته یې ستا د غا زي جانان په سپین سپیڅلي روح مې قسم زموږ پـــــه تـــور تیاره مالت کې ډیوه ګۍ خوته یې * * * ملکې وګوره ستا قام قبیله څـــنــــــګه ښـــــــکاري ؟ دلته وهلې ابو جهل ســــکه څـــنـــګه ښـــــــــکاري ستا دحیا هره خبــره یــــې چـــــې ګــــنــــاه ګــــڼـــلــه اوس یې جومات کې اوښتلې قبله څنګه ښکاري ؟ * * * ستا قبیلې ته ستا وطن کې چا رانـــجـــــه ورکړي زړګې یې وچاوده ، فریاد کوي خو زوږ یې نشته راشه آواز یې شه په ستوني کې فــریــــاد وکـــوه چې وطن ډک دی له ښځمنو نه خو غږ یې نشتـــه * * * پاڅه یو ځل دخپلو خویندو امامــــت وکـــــوه بیرته ښځمنو ته دژوند دامید کــور وښـــیــــه دغوبې روحه او لار ، ورکو جسدونو ته مــــــو تورو تیارو کې درا ڼه سبــاوون لور وښیــــــــه جلال اباد ښار ۱۸ / ۵ / ۲۰۰۰