نوره دي نه يادوم

2020-09-21

نوره دي نه يادوم

نور به دي نوم

 

په ژبه وانه خلمه

په زړه به غټ کاڼی د صبر کیږدم

که مې په وس پوره وو

نور دې په لاره

سترګې نه کرمه

له دې نه وروسته به سهار

د تا کوڅه کې

د سګريټو په لوګو

سبا ناری و نه کړم

له دې نه وروسته به نو، سوړ،سوړ اسوېلی ونه کړم

غواړم چې هېره دې کړم

غواړم چې هېره دې کړم

که مې په وس پوره وو

غواړم له ذهنه

ستا د یاد صحیفې ټولې د یو باد مخې ته خوشې کړمه

ما وودښار،

له هر ملانه، یوتاویز اخیستی

ما دې په لار

د هرې ونې

په یو ښاخ وو

یو تاویز ټومبلی

نن دې تر کوره پورې

لاره کوم

بیا دې تر کوره دولاړې

هرې ونې

له هر ښاخه یو تاویز ټولوم

نوره دې نه یادوم

نور به دې نوم

په ژبه وانه خلمه

غواړم چې هیره دې کړم

که مې په وس پوره وو

غواړم له خپل،

یوازیتوب او بې خوبیو نه دې وتوږمه

نور دې له سترګو

غزل نه اخلمه

نور مې د سترګو،

شپنې نه پرېږ دمه

چې د توروشپوکې

ستا د یاد

درڼو ستورو، رمې څر ته بوځي

غواړم له ژوند سره

یو کار وکړمه

نور به نه ښکار شم

نه به ښکار وکړمه

غواړم چې سوچ

درنه انکار وکړمه

که بیا نو روز شو

یا

سپرلی شو، باران وورېده

ما ته به ستا

کلیزه یاده وي خو.

نه به یو بیت

نه به غزل، او نه به شعر د مینې ولیکمه

که په آ سمان کې

وریځې پلنې شولې

او غر غرې بابا،

دوریځو تر شا منډې وکړې

ما ته به ستا،

دنظر کرکه یاد شي

ور اوکړکۍ به،

دواړه کلک وتړم

هیڅ به بهر

له کوټې ونه وځم

زه دې له کرکې ځنې،

تېښته کوم

زما په زړه کې ،

کرکه نه ځاییږي

هیڅ مې ښېرا

درته په خوله نه راځي

که زه دې وران کړم

ته آباده اوسې

که زه خپه یم

ته دې ښاده اوسې

خدای دې،

له ښکلو او مهینو سترګو،

خدای دې له شونډو

خندا مه کوچوه

نوره دې نه ځوروم

نوره دې نه یادوم

که مې په وس  پوره وو

غواړم چې هېره دې کړم

د خدای پامان

نور به دې نوم

په ژبه وانه خلمه

اپریل ۲۰۰۲ پیښور