2020-09-21
دقا درخان خټک دلاندینی بیت په پیروي دجوړې شوې مشاعرې په لړ کې :
" لکه زه په یار مفتون یم بل به نه وي مفتون هسې
لکه زه پسې محزون یم بل به نه وي محزون هسې"
دصراط په پله ولړ یو ، نه شو وړاندې تلای ، نه شاته ، که خو ځیږو ، ترې ولیږو ، که دریږو ، پاتې کیږو ، څه بې خونده دژوند یون دی سکون هسې خوځون هسې * * * په بې لارو ، لارو ، لاړو ، وو غرور موتر اسمانه، نه دخپلو مو منله، نه پردو راته ویل څه ، دپښیمانه اوښکو یون دی چې به نه وي جیحون هسې * * * څه دوینو ډمې ناڅي څه داوښکو څپې پا څي چې سپرلي په شانې څانګې ځي تر خاورو نهیلي کې کوم جابر دې را ایستلی په دې ملک کې فانون هسې * * * له جوماته را بهر شوه ، یوه چیغه سپرلنۍ وه، دالله (ج ) دنوم همزولې ، یوه وړانګه ، پرونۍ وه ، چې ګونډه یې ، لیوني کړل ، دسپین خرس دخوان ملګري ، په دې ملک کې دباتورو ، تړون هسې ، پا څون هسې .