2020-09-21
څنګه کیسه کړي سپین ویښته زمادګل څڼو کــې
دسمندر څپې ګیلې کړي دساحل څڼــــــــو کــــــــې
نوې ټپې په خوږ ه غاړه انګازې جـــــوړ ې کــــــــړې
غزل دستورو لارې وایي دکابل څـــــڼــــــــو کــــــــې
دویاړ ګلونه دسکندر شمله کې کله ټــــــومبـــــــــې
ګیډۍ ګیډۍ ږدي سره ګلونه دبابل ( ۱ ) څڼوکــې
دزلیخا ( ۲ ) دسترګو لارې ترآسمانــــــــه رســـــــي
کله به مړاوې غوټۍ ګل شي دکابــــل څڼــــو کـــې
۱۳۶۵
--------------------------------------------------
۱ــــ دکابل ورانیده دبابل په تداعي
۲ــــ دزلیخا انتظار یوسف ع ته