2020-09-21
که بیا زاڼې په تکل شوې زه به درشـــــــــم
که اغزنې لارې ګل شوې زه به درشــــــــم
که ساړه بادونه تم ژمې میرات شــــــــــو
دزردښت اور غالي بل شوه زه به درشم
که په اوښکو لــوند پړونې دخور ګل شو
سرې شیبې دزړه په تل شوې زه به درشم
که سپین سرې شولی تورې تورې وریځی
که اوربلې په اوربـل شوې زه بـــــــه درشم
که واورین غرونه اوار لارې شوې ماتــې
مینې مینې په کابـــــــل شوې زه به درشم
۱۳۶۰ / ۸ / ۱۸
۱ ــــــــ ګلالې راته لیکلي و چې کله راخلاصیږی