ګیله

2020-09-21

چې دنیشې په تیندکونو کې مې یـــــــار سیــــــزي

نوخامخا په مې کوڅه کې داغـیـــــــــار سیـــــــــزي

 

چې داروا پرښتې نه ښکلوې توره شپـــــــــه کـــــــې

په ترخو شونډو کې مې کله ګناهــکار سیــــــــــزي

 

یا دترخه لوګي لړونو کې خیالــــونــــــــه سیـــــــزي

یاران دکهف ( ۱ ) مې دچا په مخ کـې لار سیـــــــزي

 

ما داغزن ما ښام تیارو ته مشـالونـــــــه ایښـــــــــي

هوسۍ داوښکو به مې کله ترند څــار سیــــــــــــزي

۱۳۶۷

---------------------------------------------------

۱ـــــ  دسورت کهف کیسې ته اشاره ده . چې څوکسه دظالم پاچا دلاسه غره ته تښتیدلي و او په یو غار کې یې کلونه کلونه پټ وه ،تور پاچا پخوا له منځه تللې  وه خودوی خبر نه و.