2020-09-21
خوب مې نه وړي
یوه کیسه خو راته و وی
یوه کیسه د مینه وړو
د چا ورکو ورکو خلکو
د سر تورو ببر سرو.
ددرانه ا سویلي شاته
راولاړ شو تو پا نو نه
تا به ویلې رانړیږې
داروا په تل کې غرونه
په ډډن آوازیې ووې :
(( زموږ د وینو که د مینو ؟)) ( ۲)
یوه خپه چو په چوپتیا شوه
پنډې شونډې لري برې
د لمر څرکه پورې ویښ وو
نه مو کړې سره خبرې
۱۳ ۶۳ / ۳/ ۳
۱ ـــــ دڅرخي پله زندان ـــــ دوهم بلاک دریم پوړ
۲ ــــــ کوټه کلۍ کې راسره یو بندی و چې نوم یې دوست محمد او ( موچي ) و . ده ویل دمیدان یم خو لوګر کې اوسم . تالا شي کې یې زما له کوره یو زوړ سرپوښ ټو پک پیدا کړ .
ده څوک نه لرل یوه ښځه او دولس کلن زوی یې و . دلومړي ځل لپاره یې ښځه بای وازی ته راغلې وه. یو جوړه جامې اویو دمخ دستمال ورته سر سري دسان په یوه کڅوړه کې راوړه .
بیک یې هم ورکړ . ماته یې وویل لیک راته ولوله . لیکلي یې و : ( عم مه کوه زه ځان او ستا بچې ساتلې شم ) ددی خبری په اوریدو غکی ونیو . په رنګۍ توره ږیره یې داوښکو څپی راغلې . نه پو هیږم چې دادغیرت او که دغسې اوښکې وی . خو خبری یې ونه شوای کولای . په ګنګړو کې یې راته وویل ورته ولیکه کالي راورسیده . مازیګر ، ماښام اوشپه شوه خبری یې نه کولی . ماهم پې ډیر وخت غږ نه کاوه . نیمه شپه مې ورته وویل دوست کاکا یوه کیسه خوراته وکړه! یو دروند سوړ ا سویلې یې وکیښ په ځاې کې تاوشه او په درانه غږ یې وویل . (( د څه شې کیسه زموږ د وینو که د مینو؟)) دې خبرې په ما هم درنه ا غیزه وکړه او زما د شعر مضمون شه.
۲ دوست کاکا خبره