2020-09-21
مایې په تمه ژمې تیـر کړ غوټـــــۍ وغـــــوړیــــــده
ځان مې توده مینه کې هیر کړ غوټۍ وغوړیـــــــده
دلمر همزولی ته دناوې غوټو خوله پــــــرانیـــتـــــه
دمینې راز یې رابر سیر کړ غوټــۍ وغـــــوړیـــــــده
کیسه کوه راته ریـــــدیـــــه دســـــــارا ګلــــــــونـــــــه
چا په منځوله(۱ )کې ویر تیر کړ غوټۍ وغوړیـــده
کاروان دمینې دتــکل لاره کـــــــې څـــــــه ولیــــــده
تورو کوډ ګرو څنګه هیر کړ غوټۍ وغـــــوړیــــــده
دستړو لارو مساپر وچیرې شپـــــه تیـــــــره کـــــــړه
چا ګلالې اوښتې پیر ( ۱ ) کړ غوټۍ وغوړیــــــدې
۱۳ / ۲ / ۱۳۵۷
---------------------------------------------------
۱ -- منځوله = ځاله
۲ --- پیر = دور