دروی

2020-09-21

د اوږدو لارو د ستړو ستړو  رازه

راته خوږداروایې نغمې  اوازه

آ، ته نه وې چي په توره څاکې شین شوې

هره پاڼه دې کړه ژبه

هره ( پو ) دې کړه خبره

د خدایې په سر بلا وې .

 

آ ته نه وې د شپونکې سره خیبر کې

هندو کش کې په بابا کي په سپین غر کې

نو وروستې سندره پو کړه

زموږ د لوړ پامیر له سره

چې په سره کفن کې پاڅي

د شاعر د زړه خبره

داوږدو لارو دستړو رازه( ۱)

راته خوږ داروایې نغمي اوازه

 

( ۱ ) د فرعون په هکله یوه افسانه ده چې وایې.

فرعون ښکرونه لرل، هر ګلابې ( سلمان ) چې به یې یرو خریلو هغه به یې واژه چې حال ونه وایې . یوه ګلابې ترې ځان په لوړو او وعدو ازادکړ چي دژوند تر پایه به حال نه وایې. خو با لا خره یې زړه تنګ شو، یو شړڅآ ( کوهې ) ته یې سر ښکته کړ او په زوره یې نارې کړې (( دفرعون په سر کې ښکردي )) هلته یو نل راشین شو هغه هم دا نارې ړهلي (( د فرعون په سرکې ښکر دي ، د فرعون په سر کې ښکردي. ))