غزل

2020-09-21

زما مســـــــــــــــتي که يو څپه وه ﻻړه تيره شــــــــوله
ســـــــــتا د ښکلا هم تماشـــه وه ﻻړه تيره شـــــــوله

زما د زړه د شيشې دنګ برجونه ريز مريز شــــــــــــــو
ښـــــــــکلې خندا دې زلزله وه ﻻړه تـــيره شـــــــــوله

د راتـــــلو ﻻر کې مې ژړل لکه د وريــــــــــــــځې ورته
ليلا د برق په اس ســـــــــوره وه ﻻړه تيره شـــــــــوله

ستا دا کچه ځواني به اوس اشنا په څه پـــــــــــخيږي
ځواني زما يوه لــــــــــــــــــمبه وه ﻻړه تيره شــــــوله

د امــــــــيدونو مـــــــــــاڼۍ څه له جوړوې زړګــــــيه
هغه د بــــــــــــــل ځای قافله وه ﻻړه تــــيره شـــوله

تر لمر خاته يو ﻻس په نام بل و په جام د ســـــــاقي
خدايږو بيګاه د قدر شـــــــپه وه ﻻړه تيره شــــــــوله

پيغلو کې چيرته وې سرحد باندې زما د شـــــــونډو
يوه ســـــــلګۍ تاله ســـــتنه وه ﻻړه تــيره شـــوله

په هره ورځ مې نــــوي رنګ نوي انداز کې لــــــيده
ياري دې نه وه زمـــــــــانه وه ﻻړه تــــــــيره شـوله

په ارام پروت يم راغلې اوس ژاړې خــــوريږې په ما
د ځنکدن ســــــــخته لمــــحه وه ﻻړه تيره شـــوله

نه وه ډولۍ دغه ســـــرخي وه د سالک د ويـــنې
دايـــــې د مـينې جنازه وه ﻻړه تــيره شــــــــــوله