په خپلو ګوتو مې رباب و لوست
ما د سندرو لوی کتاب و لوست
اوس د جنت مانا ته ځیر غوندې شوم
د یوې حورې مې شباب ولوست
قاصده چوپه خوله بهتره ده ستا
ما دې په ټنډه کې ځواب ولوست
د روح کتاب مې ډالۍ کړی درته
تا یې په خپله انتساب ولوسته
زه یې په زړه باندې پوهېږمه اوس
ما یې د مینې ټول نصاب ولوست
ستا خو ښاېست د جهنم غوندی و
خو ما په مینه دثواب ولوست
چې خوښ دې نه یم دلته څه ته راځې
په دغه چاره خو مې زړه ته راځې