د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران او اسرائیلو تر منځ د جګړې د پېښېدو له زیات امکان خبر ورکړی دی. هاکان فيدان له ګلوبل ټلويزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د ایران او اسرائیلو تر منځ د جګړې د پېښېدو امکان ډېر زیات دی او په وینا یې سیمه او ترک...
د امریکا ولسمشر ویلي چې اوس ددې وخت را رسیدلی چې په غزه کې د اسرائیل او حماس غورځنګ تر منځ اوربند وشي. جوبایډن برلین ته د خپل سفر په ترڅ کې د یحیی سنوار مرګ ته په اېشارې سره خبریالانو ته ویلي، چې اوس یې وخت دی چې اوربند ترسره شي او په خبره یې...
سرپرست حکومت هېواد ته له بهرنیو هېوادونو څخه د چرګو د غوښې واردول بند کړل. د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې هېواد ته یې له بهرنیو هېوادونو د چرګو د غوښې وارادات په بشپړه توګه بند کړي دي. د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي...
(یوناما) په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون په بحثونو کې د افغانستان شتون مهم بللی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا "پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېز" تر نامه لاندې یوې غونډې ته ویلي، چې...
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ترکیې لخوا د لومړي ځل لپاره د استانبول په حلال نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورته رااستول شوې ده. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې په دې نندارتون کې به د یاد وزارت سرپرست نورالدین ع...
د کندهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند په بوش بازار کې د اورلګېدنې له امله د ۴۸ میلیونه او ۲۴۰ افغانۍ په ارزښت زیان اوښتی دی. دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې اورلګېدنه نن غرمه مهال رامنځته ش...
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر افغانانو د ایراني پوله ساتو ځواکونو برید ظلم بللی دی. منظور احمد پښتین پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، ایران په فلسطین او لبنان کې د اسرائیلو د ظلم خلاف دي، چې دا ښه خبره ده، خو بلخوا دوی پخپله سلګونه مسلمان افغان...
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په لغمان کې یې د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت د بدیع اباد زراعتي کانال پرانیسته کړې ده. د یاد وزارت په وینا دغه کانال ۷ کېلو متره اوږدوالی لري او مصرف یې د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې ادارې لخوا ورکول کېږي. وزارت همداراز...
د دایکندي په میرامور ولسوالۍ کې نن غرمه مهال د یوې ترافېکي پېښې له امله د دوو مېرمنو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ژوبل شوي دي. د یاد ولایت چارواکي وايي، دا ترافېکي پېښه د یادې ولسوالۍ په ګرګي سیمه کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو په ن...
د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دده د ولسمشرۍ پر مهال ایران دا جرئت نه درلود چې د امریکا پر ځواکونو برید وکړي. ټرمپ قاسم سلیماني یو قوي جنرال بللی او زیاته کړې یې ده، چې ده سلیماني وواژه، ځکه غوښتل یې چې امریکايي پوځ&nbs...