خبرونه

سوریې ته له لبنان په دوه اونیو ۴لکه تنه ور اوختي

د لبنان حکومت وایي د اسرائیلو د برېدونو له امله په تېرو دوو اونیو کې له ۴ لکه زیات نفر له لبنان سوریې ته اوختي دي.  راپور زیاتوي ددغه ۴ لکه نفرو له ډلې یې ۳لکه هغه سوریايي وګړي وو، چې د جګړو له امله لبنان ته اوختي وو، خو اوسنیو جګړو یو ځل بیا س...

د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ اوروژونکي وژل شوي

د لبنان په جنوبي برخه کې د حزب الله ډلې پر وړاندې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو له پېل راهیسي جګړو زور اخیستی.  د لبنان روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بنت جبېل کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۱۰ اوروژونکي وژل شوي دي. همدارا...

اسرائیل: د حزب الله ډلې د نوي مشر مړینه لا تائید نه ده

اسرائیلو ویلي چې تر اوسه د حسن نصرالله د ځای ناستي هاشم صفی الدین مړینه نشي تائیدولای.  رویټرز ته د اسرائیلو د پوځ یو ویاند ډېوېډ مسټر په یوې انلاین غونډه کې ویلي، چې د لبنان د حزب الله ډلې د نوي مشر هاشم صفي الدین د مرګ په اړه یې د تائیدۍ کوم...

میدان وردګ کې له ۸زره او ۶۰۰ څخه زیات پاسپورټونه وېشل شوي

په تېرو درېیو میاشتو کې په میدان وردګ ولایت کې له ۸زره او ۶۰۰ څخه زیات پاسپورټونه وېشل شوي دي.    کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په میدان وردګ ولایت کې ۸زره او ۶۹۵ پاسپورټونه وېشلي چې په واسطه یې...

برازیل د فوټسال نړیوال جام اتلولي خپله کړه

برازیل د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړیوال جام په پای لوبه کې ارجنټاین ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.  دا لوبه تېره شپه  د ازبکستان پلازمېنې تاشکند په هما لوبغالي کې ترسره شوه او برازیل وتوانېد، چې ارجنټاین ته ۲-۱ ماتې ورکړي. &nb...

ډبلیو اېف پي: له نږدې څلور میلیونه کسانو سره مو مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د روان میلادي کال له پیله یې تر اوسه په افغانستان کې له نږدې څلور میلیونه کسانو سره نغدي مرسته کړې، چې نیمایي یې مېرمنې دي. دغه پروګرام پرون پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، چې دا ډول مرستې ښځو ته تو...

غزه کې د اسرائیلو د بریدونو دوام

فلسطیني چارواکي وایي، چې په غزه کې پر یوه ښوونځي او جومات د اسرائیلو په هوایي برید کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي دي. رویټرز د اسرائیل پوځ په حواله راپور ورکړی، چې د غزې د مرکز اړوند دیرالبلاح سیمه کې یې په ابن رشد ښوونځي او شهدای مسجد کې د ح...

د افغانستان کرکټ الف لوبډله عمان ته ولاړه

د افغانستان کرکټ الف لوبډله په یو لړ سیالیو کې د ګډون په هدف عمان ته روانه شوه.  افغان لوبډله به د دروېش رسولي پر مشرۍ لومړی له کوربه هېواد سره دوه تمریناتي لوبې وکړي او بیا به له عمان او هانګ کانګ سره په درې اړخیزو سیالیو کې برخه واخلي. دغه ر...

پر حیفا د حزب الله ډلې برید کې شاوخوا پنځه اسرائیل ټپیان شوي

پر حیفا د لبنان د حزبالله ډلې برید کې  شاوخوا پنځه اسرائیلي وګړي زخميان شوي دي. د سي اېن اېن د راپور له مخې د حیفا د رامبام روغتون مسؤلینو ویلي چې پر حیفا پرون ناوخته د حزب الله ډلې په راکټي بریدونو کې څلور نفرو ته رسیدلی زیان د اندېښنې وړ نه ؤ...

کندهار کې خاوند خپله مېرمن وژلې

د کندهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د ارغنداب ولسوالۍ په ګل قلعچه کې یو کس خپله مېرمن وژلې او اوخښی یې ژوبل کړی دی. د یادې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول مولوي اسدالله جمشید وايي، یاد کس خپله مېرمن د خپل خسر په کور کې په ډزو سره وېشتلې او خ...