د اسرائیلو دفاع وزیر ویلي، چې ایران د دوی هوایي وړتیاوو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسولی. یوواو ګالانت په نواتیم هوایي ډګر کې په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې که څوک فکر کوي چې اسرائیلو ته به زیان ورسوي او مخه یې ونېسي، نو لبنان او غزه دې وګوري....
د اروزګان د امنیې قومندانۍ مسؤلینو ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسله والو کسانو لخوا دوه تنه په ډزو وېشتل شوي، چې یو یې وژل شوی او یو بل ژوبل دی. د یادې قومندانۍ ویاند بلال اروزګاني په یوه کلیپ کې ویلي، چې دا پېښه تې...
له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې تېره ورځ په کونړ ولایت کې د سېلابونو له امله یو کس وژل شوی او نهه تنه نور ژوبل شوي دي. دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا سېلابونه د یاد ولایت د نرنګ ولسوالۍ په لمتک، کوډو او شالو سیمو کې د زیاتو بارانونو له...
د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي چې یو وخت به نړۍ امریکا ته احترام کاوه، خو اوس ورپورې خاندي. نوموړي د خپل ټاکنيز کمپاین یوې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې چې امریکا پرانیستي سرحدونه نه غواړي، امریکایان یو داسې حکومت غواړي چې...
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او ۲۷ تنه نور ژوبل شوي دي. د یاد ریاست سرپرست شمس الدین محمدي سمسور نیوز ته وویل، چې دا ترافېکي پېښي تېره ورځ په قیصار او المار ولسوال...
د انفرا سټرکچر پراجکټس په نوم یوه هندي شرکت د افغانستان د اوسپنې، قیمتي ډبرو، نفت او ګازو کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یاد شرکت رئیس س...
پر ایران د اسرائیل د احتمالي برید د ګواښ له کبله د هېواد پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوې دي. د اینډپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له فضا ۱۹۱ الوتکې تېرې شوې، چې په تېرو درېیو کلونو کې بېسارې دي. دا په داسې حال کې ده، چې...
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د چین، ایران، ازبکستان، پاکستان او هند له ځانګړو استازو سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري تېره ورځ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې ناستو کې...
د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا لس میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲ بېلابېلې پروژې منظورې شوې. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یاد کمېسیون په نوبتي غونډه کې ۳۰ پروژې وړاندې شوې وې، چې...
د اسرائیلو لومړي وزیر اسرائیلو ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنې له امله د فرانسې پر ولسمشر سخت انتقاد کړی دی. بنیامین نتانیاهو ویلي، دا چې اسرائیل له یو سخت جنګ سره مخامخ دي، نو ټول متمدن هېوادونه باید د اسرائیلو تر څنګ کلک وردېږي. نومو...