نـــــــــــــه پــــــــوهیــــږم دادې مــــــــــخ دي کـــــه آفتاب
چـــــې میــــــــــــن زړو نـــــــــه چـــــــــوي لـــــــــکه حباب
سپـــــــین رخســــــــار دې هسې نــــــورشیندې په ګلو
چــــــــي لالــــــــه ورځیــــــــنې اخــــــــلې آب و تــــــــــاب
د لـــــــه ښکــــــــلې سبیـــــنکې مـــخ ځینې کــړې شرم
چـــــــې پــــــــه شپـــــــــه کې ځان ظاهر کاندې مهتاب
چــــې نظر دې دګلبــــــڼ پــــه ګلو پـــریـــوځې یــوځې
مــــــخ پــــــــه پــــــــاڼـــــــو پــــــټـــــول کــــــا ګـــل ګـلاب
ستـــــــا د ســـــــرو لبـــــــو نـــــشه چـــې مـــالیـــــدلې
اوس پـــــــه مـــــــا کــــــــله تــــاثـــــــــیر کـــړې خم شراب
زاهــــــــدان دزمــــــــانـــــې بــــه زهـــــد هیــــــــر کړې
کـــــه ښکـــــــاره نــــــــازک صـــــــورت کـــړې له حجاب
مــــــــړاوې مـــــــــړاوې راتــــــــــه مــه ګوره ویریږم
چــــــــې مـــــــــې نـــــه کــــــــړې د بڼـــــو پــــه سیخ کباب
زه دې خـــــاورې د قــــــــــدم پــــــــه ستــــرګــــو مـــوښـــم
تـــــــــه مــــــــې وژنــــــــــې پـــــــــــه چـــــــاړو لـــکه قصـاب
زه دې جـــــــار شـــــــم درنـــــــه وګـــــــرځــــــــــــــم زر وارې
لــــــــږ مـــــــــې ســــــاتـــــــــه نــــــــــور د هجـــــــر لـــه عذاب
کابل
۲۲ / ۱ / ۱۳۶۲