2020-09-21
مامې داخپل قبر په سترګو ولید
قبر ،
زمادسفر نوې بیړۍ
دوچې ځمکې سمندرکې غږوي دمساپرو دمساپرې شپیلۍ
او قبر کښونکي
ستړي ستړي رانه پښو ځنې څپلۍوباسي.
* * *
بربنډې پښې، سپینې جامې پرغاړه
زهمې دخپلې جنازې پر سر ولاړ یم
دملا غږ ته مې غوږنیولی
چې بلوي مې پر ګناه دثوابونو څراغ
زه ورته سرې سترګې ژړیږم
وایم درواغدي
ملا مه یې وایه!
* * *
له کور او کلي نه مې ساندې خیږي
ادې دزوی چیغې وهي
بچیان دادا بیرته له خدایه غواړي
دچا په خوله کې چیرته نشته چې شاعر مړ شوی
اودلته زما په جنازه کې
یو شاعر
خپلې میر منې سره ناڅي اوسندرې بولي
۵ / ۱۱ / ۱۳۷۱
کابل