داځــــــوانـــــي مـــې صدقه شه ،خوپیاله مې تشه مه شه
دزړګــــي لپـــــه چپــــــه شـــــــه ، خو پیاله مې تشه مه شه
ښه پوهیږم چې مې وژني دابر بنـــــډې دتــــاک پیـغـــــلې
عمره ! یو څاڅکې نشه شه، خوپیالــــــه مې تشه مــــه شه
څوئې څښم نه تمامیږي راته څه دزهــــرو سینــــــــد شــــــو
دادژوند وچه چینه شه، خوپیاله مې تشـــــه مـــــه شـــــــه
داد دوه کاڼو دنیا چې دومره ګرانـــــه پرمـــوږ پـــــلــــــوري
لکه دود پر اور خوره شه ، خو پیاله مې تشه مـــــه شــــــه
نه په بر دعمر خوښ یم، نه په ګز دژوند خــــوشحــــــالـــــه
ټول دلوڅو پښو ناره شه، خو پیاله مې تشـه مـــــه شــــــه.
۷ / ۷ / ۱۳۷۰