کله چې لمر شين شي

2020-09-21

کله چې لمر شین شي
ستا دبادونو شنه ګلان مې دزړګي پر مسا پرې دښتې  څانګې وکړي ،
وغوړیږي
کله چې لمر شین شي.
*   *    *
کله چې لمر شي
ستا دبادونوطلایي کبان په ښکلو او زرینو وزرو
زما دسترګو په چینو کې ستا دسترګو تصویرونو نه خوبونه مینځي
کاه چې لمر شین شي.
*    *    *
کله چې لمر شین شي
ستا دیادونو هغه پیغله هوسۍ راشي
تربیګاه  زما دزړه په جل وهلیو کروندو کې څري
کله چې لمر شین شي
*    *      *
زمادزړه دښته کې څاڅکي دباران نه ووري
زمادسترګو چینه وچه ده، داوښکو مرغلرې ورنه غلو وړې دي
څوکاله وشول چې ږلۍ مې دزړګي پر فصل ووري اوکیږدۍ مې
توپانونه وړي
نوستا دیاد هغو ګلونو ته باران ،
هغو کبانو ته اوبه،
اودې هوسۍ ته شپونکې څنګه شم؟
*      *       *
بیګاه شپونکی باد ستا دڅڼو له غرو راغی
په پګړۍ کې یې یو ټکې دیو ګل نه و
له نرۍ ملا نه یې دلمر هغه زرین وستنې نه و راتاو
چایې په  تشې اوریښې ریښې بخڅۍ کې یو دستورو نارنج نه و ایښې
نور مې په کلي کې بادنه چلیږي، باد مسا پر شو ورنه
څومره تنها،
څومره یوازې ده
زمادکلي ښکلې نازولې سپوږمۍ.  
*    *      *
بیګاه مې خوب لیدلې:
زموږ دکلي د چناروتر شنو سیو رو لاندې
په هغو لویو پلنګي کټونو
یو څو کارغان ناست دي
ږلۍ دلښتو وروي پرې، ګډوي ځان ته زموږ دکلي سپینې هیلۍ
زموږ دکلي په دیره کې دچلمو دکږو وږو لو ګیو پر ځای
خورې ورې دي  دښایسته هیلیو تکې سرې دپیغلتوب وینې
کلي کې یو سیو ری دبریتو
اویو شرنګ دسپینو تورو نشته
رښتیا !
دکلي په دیره کې
دزلمیو څڼورو
داتڼ هغه سکڼی ماښام دریاد شط که نه؟
*     *      *
ستا دبادونو شنه ګلان مې
دزړګي پر مساپرې دښتې څانګې وکړي
وغوړیږي،
    کله
              چې
                            لمر
                                         شین
                                                              شي.
                                                           ۱۲ /۷ /۱۳۷۶
                                                        پیښور  ـــــ پښتونخوا