منم دژمـــي چــــې اثــــــــر نــــشتـــــه دی
خو په سپرلي هــم څه باور نــشتــــه دی
ګودر به وي ، نجونـــې به ډیرې وي خــو
هغـــــه دښکلیومازیـــــګـــــر نشتــه دی
تــــڼـــــاکه وم مــــــګر اوبه چې نــه شوم
دآتـــــشــــــي ستــــــــرګو نظر نشـته دی
لـــــویې دیـــــــری چې مو اغزو ونیــوې
جګې شملې پګړۍ پـــــــه سر نشته دی .
کابل
۳۱ / ۶ / ۱۳۶۷