2020-09-21
تمامه ورځ وریځې دباد له ژرندو باسم
اودلمر په تناره کې پسرلي ته ترې ډوډۍ پخوم
څومره نیکمرغه یم ګناه کومه.
* * *
زما دکور دادیوالونه
دڅو خاورو
څواوبو
اودڅه لمر
څو ترکیبو نه نه دي
زماله کوره دیوالونه دښیښو راتاو دي
زما او زما دکاله خټه یې
دتاک
اودانګورو
اوشرابو
پهلاسو ایښې ده
مامې دسترګو دراڼه نور په وسعت
دومره شراب څښلي دي .
* * *
دوره مغرور یم چې
دهسک دنازولي دربار سیري لاندې
خپله ځواني راته پیغور ښکاري
خو مانه لوی غلام دښکلو نشته
یوه شپه زما دلاس بیړۍ
دښکلو دسینو په سمندر کې
ستړې شوې نه ده
زه لکه پلار هسې یم
پلار له مړینې نه یوه ګړۍ دمخه هم
دشنو غنمو وږو لاندې
زموږ دکلي دبزګر له ارتینې سره بربنډ پروت و.
۱۳ / ۴ / ۱۳۷۶
کابل