هـــــير ه دې جـــفــا کــــه نـــور دې نه درځم په کلي
داځـــلــی خــــــو لـــه راکه نور دې نه درځم په کلي
مــا درته نيــا زبــيـــن زړه ګی ټو ټې ټو ټې راوړی
ډيــره دې ادا کـــه نـــور دې نــه درځــم پـــه کــــلي
نـــن راتـــه ســـا قـــــي دا نـګوري میو ست مه کړه
شـــونــډې دې مــيــنا که نور دې نه در ځم په کلي
خــو له خــودې ښـــېرانه غیر دعا ته جوړه نه شوه
سترګو کې مو سکا که نوردې نه در ځم په کلي
زه ملا مت نه یم صبر مات شو ته مې ښکل کړې
مـــعــــا فــه مــې ګـناه که نور دې نه در ځم په کلي
کابل