وينې پر کاله

2020-09-21

اوښکې د شېبو که د کلو وې په سر واوښــــــــتې
لپه وې اوبه، که په نېزو وې په ســـــــــرو اوښتې
 
ټول عمر باران و،یـــــــوه شپــــــه مو رڼه ونه لیده
پوه نه شوو د ژمي که سپرلو وې په سرو اوښتې
 
نه به وایې ژبه دغه ګونګ زړګی شاهد خــــودی
لښتې د کمڅو که توپانو وې په سرواوښتـــــــــې
 
خیر که مو سر لاړ دپښو پل مو ژوندی پاتې دی
څو ورځې کانې په قافلو وې په سر واوښتـــــــــې
 
ستړې نه شوې غاړې زموږ اودا پڅې چړې ددوی
وینې پر کاله دپښتنو وې پر سر واوښـــــــــــــــتې
۱۸ / ۱ / ۱۳۷۱
کابل