یم کمزوری له تا لیرې ځم انسانه
2020-09-21
اوس مې زړه دچا لپاره نه درزېږي
اوس دچا له غمه ویښ ټوله شپه نه یم
اوس دچا په انتظار کې ستړی نه یم
اوس ژړاوې راته مکر غوندې ښکاري
اوس مې زړه دچا ښکلا لړزوی نه شي
په کې ٍ(خو)له ډېره لیرې راته ښکاري
اوس بې غمه سترګې پټې کړم، ويده شم
تر سهاره هیڅوک نه راځي په خوب کي
***
په ماڅه که دبلبلو اوښکې څاڅي
په ماڅه که مرغۍ ګرځي بې وزرو
په ما څه که میر دزاڼو یې وژلی
په ما څه که الوت نه شته دکوترو
له ښکاري سره اوس زه په یوه نظر یم
زرکې ښکلې نه دي،غوښې یې خوږې دي
زه خو ځمه،لنډې لارې لټومه
زما یې څه که لارې شنې ،که تکې سرې دي
په ما څه که له بوډۍ ده لاره ورکه
په ما څه که بوډا ولوېده په ځمکه
په ما څه که یې امساء ترې اوړکو یوړه
څه خبر یم په چا ولوېدله ټکه
په ما څه که دسوالګر کچکول لوېدلی
په ما څه که رویو سپیو دی داړلی
احساسات دي رانه لیرې تښتېدلي
عواطف مې له خپل ذهن نه مینځلي
اوس غمونه مصنوعي راته ښکارېږي
اوپردۍ ټولې خوښي راته ښکارېږي
ښاپېریانې له دیوانو سره ناڅي
فرښتې ابلیس ته وايي راته ګرانه
اوس په هیچا اعتبار کولی نه شم
زه یم نوی راستون شوی له خپل ځانه
دافکارو په ځنګله کي لاره باسم
یم کمزوری ،له تا لیرې ځم انسانه
اوس مې زړه لکه چې نه شته ،خبر نه یم
او که وي ،ټوټې-ټوټَې به چېرې پروت وي
تا یې وانه ورېد اواوز دماتېدلو
ستا وروستۍ خبرې دومره اثري وې
۲۴ /۳ /۱۳۸۴ کابل ـ څارندوی مېنه