غزل

2020-09-21

مـا زنـدګي اور کـى نـيـولي وه لمبې وهلې
د ژوند په دشته کى به چا راته نارې وهلې

دغه اواز پسې به تلمه خو پيدا مى نه کړو
د ښپو خاپونو پسې ما دشتې ميرې وهلې

اي مـورى ستـا ژړا زمـا له يـاده کله ووځي 
اي مـــورى ستـا ژړا زمــا زړه کى ارې وهلې

هر يو ته بيل بيل مى ژړل اوښکې مى نه ودريدې
اوف چى د هر يو ځوان په قبر مى لوحې وهلې

په دغه ښار کى مى د حق غوښتنه چا ونه کړه
خـو لـيـونى وم مـا د هر چا دروازې وهلې

قراره بـيـا مـو خوشحالي شوله پـه غـم بدله
راغـلي انـجـونـى نـا خـبــره وى چمبې وهلې