غږ مې اورې شوخ او شنګې
که يې اورې غږ راوکه
دا شېبه راسره يواځې ننداره کړه
اسمان ټول په ستورو ډک دې
هغه دوه ستوري چې ګورې
ها چې يو بل ته نېﺯدې دي
دا په يو بل مېئن دي
ﺯه له وخته ورته ناست يم
چې مېئن يې يو ګوﺯار پر مېئن وکړ
سپينى وريځې دوې لپاره سپينى واورې
پرې ميده ميده وريږي
دواړه واورو باندې پټ دي
معشوقې ترې منګول کړله راډکه
خپل مېئن يې په ټتر باندې پرې وويشت
ﺯما ﺫهن انځور کړ
ما ته هم هغه شېبه شوه راپه ياده
چې په پارک کې په يو چوکې کې ناست وو
سپينى واورې وريدلې
پارک وو ټول سپينه بڼکه
سپينى لړې راخورې وې
دوه پيالې قهوه مې راوړه له کينټين نه
او ﺯما او بله ستا وه
څه سړه سړه هوا وه
د قهوې د څښکلو ورورسته
د سګريټ په څېر لوخړې مو له خولو نه راتلې
ستا به سپينى سپينى واورې خوښيدلې
وريدو سره يې ګرده تاويدلې
انځورنه مې له ﺯاويي نه درته واخيست
د دې نياﺯ او ناﺯ شېبې وم چرته وړې
چې منګول دې کړه راډکه
په ټټر باندې دى ويشتم
د دې ستورو هم همغه شان شېبه وه
ته پوهږي?
غير مﺫهب په دې باور دي
چې يو ستورى په بل باندې ګوﺯار کړي
دغه وخت کې دعا غواړي
کوم منت يې چې وي ﺯړه کې
کوم حسرت يې چې وي ﺯړه کې
دوى په دې باندې باور دي
چې دعاوې يې قبليږي
نو که دا چرته رښتيا وي
غواړم بيا له سره ځوان شم
او ته پيغله
غواړم بيا هغه وخت راشي
چې په پارک کې په يوه چوکې کې ناست يو
پشم پشم واوره اوري
سپين لړې راخورې وي
له قهوې له پيالو هم تپونه خيژي
چې سرونه مو په سپينو واورو پټ وي
او ته واورو کې ګډيږي
ما په واورو باندې وولي
ﺯه هم لاس درپسې ډک کړمه له واورې
تا وي ځان د خپل لاسو شا ته پټ کړى
ﺯړه مې هم ستا په ويشتو باندې نا خوښ شي
ﺯه ګوﺯار درباندې کله شم کولې
ﺯه مې لاس درباندې کيږدم
ته مې سر په ټتر کيږدى
ﺯه لاسونه درنه تاوکړم
د شېبه کې د مرګ راشي
مونږ دې دواړه جوړه واخلي
مونږ دې دواړه جوړه واخلي