نن زما ورځ وه خو زه ډير خفه وم
تاسو زه وسيزلم
زه مو لمبه لمبه کړم
زه مو ټوټې ټوټې کړم
زه مو ايره ايره کړم
نن زما ورځ وه خو زه ډير خفه وم
نوره مې هر ځې کې لمانځنه وشوه
زما ستاينه وشوه
په ما خبرى وشوى
زه يى رڼا وګڼلم
زه يې سبا وګڼلم
زه يې ښکلا وګڼلم
زه يى مېنه وګڼلم
ګلاب يى وګڼلم
د ژوند يو ښه ملګرى
کتاب يى وګڼلم
نن زما ورځ وه خو ډير خفه وم
تاسو زما لمانځه ونه کړله
تاسو زما ستاينه ونه کړله
رڼا مو ونه ويل
سبا مو ونه ويل
ښکلا مو ونه ويل
مېنه مو ونه ويل
ګلاب مو ونه ويل
د ژوند يو ښه ملګرى
کتاب مو ونه ويل
نن زما ورځ وه خو زه ډير خفه وم
ما ويل دى نورو په شان
تاسو به هم زما لمانځنه کوى
ما به د ژوند يو ښه ملګرى ګڼې
خو داسې ونه شوله
تاسو زه وسيزلم
تاسو ايره ايره کړم
تاسو زما په وجود
د انسان وېنه شيندې
ما په بم الوزه وى
زه مو سکاره سکاره کړم
زه مو لمبه لمبه کړم
له تاسو ټولو نه منننه کوم
تاسو مې ډيره ښه لمانځنه وکړه
تاسو مې ډيره ښه لمانځنه وکړه