غزل

2020-09-21

هغه شکوه له مانه هم کوى ګيلې هم کوي
زما وجود کى فنا غواړى فاصلې هم کوي

دا انتها د ليونتوب ده که د مينى جنون
د ځان نه لرى مى شړي او بيا نارې هم کوي

ستا ليوني دا ستا د تلو نه پس شو داسى عادت
تا پسې ګوتې د لاسو خوري اندښنې هم کوي

په جدايۍ کى يۍ ځان اور واخلي لبمې هم کوي
ګوره کنه ستا د ساګانو نه جامې هم کوي

زه مى د يار په دغه دو اداو مړ مړ يمه
چى ما ته ګورى د بل چا سره کيسې هم کوي

د دى سړى لاسونه سرهٙ دى د انسان په وينو
بيا تا ته ودريږى خدايه او سجدې هم کوي

ملا صيب وايه چى د دى قاتل سزا به څه وي
خپل ارمانونه قتلوى او جنازې هم کوي

يا خو شاعره شوه قراره يا ميئنه ښکاري 
ځان سره وايۍ غزلونه زمزمې هم کوي