غزل

2020-09-21

ته سنګار مه کوه خواري به درته اور وګرځې
خپله ګلاب ګلاب ځواني به درته اور وګرځې

عقل دى خام عمر دى خام دى ليونيه مه ځه
د پردي ښار مسافري به درته اور وګرځي

بى وسه مه شى بى وسي به درته اور وګرځې
ستړې ژوندون او زندګي به درته اور وګرځې

دى بى احساسه زمانه کى شاعرى مه کوه
اې وړې خپله شاعري به درته اور وګرځې

ستا جداۍ کى به يو لهځه کال کال تيريږى
تا به غم وخوري تنهايي به درته اور وګرځې

يه ساده ښکليه ته د هر چا فرمايش مه منه
تورې جامې او تور کالي به درته اور وګرځې

يـو خاموشي بـل د چـا يـاد او تنهاي قراره
قـراره دا بــى قــراري بــه درتـه اور وګرځې