غزل

2020-09-21

هــره شـيـبـه دى د يــــادونــو بـــاډيـــوې تـيـريــږى
ستا يو تصوير ته مى په اوښکو باندى شپې تيريږى

د ژونــــدون واړه خـوشـحـالـۍ مـو د نـظـره شولي
هــر يــو سـحـر هـر مـازديـګـر مـو بـى مـزې تيريږى

د خـپـل وجـدان غـذاب پـه خـداى ليـونى کړى يمه
لـکـه د فــلــم مــى پـــه ذهــن کـې صحانې تيريږى

بس دى نـو پري مې ګده ذاهده دا يـو سوال کومـه
ښـه زه اوس ځـم بـيـا رانـه سـور د ميکدې تيريږى

تـه خـو فـنـا شـوى او د بـيـا راتـلـو اميـد دى نشته
زمـا ژونـد هــم پــړاو پــړاو لـمـحې لـمـحې تيريږى

سـتـا تـسـلـۍ د پــــاره وايـم چـى بـيخى ښـه يمـه
تــه څه خـبـر يى چى پـه مـا څــنګه تنګسې تيريږى

د زنـــدګۍ د تــيـــرولــو کـــوم احـسـاس نـــه لـرم 
قــراره ژونــد مــى بس يـو چـا ته په اسرې تيريږى