پـه خـولـه باندى دى خوند کوى که ټپه کـه يکه زار وى
د خولى نه دى قربان شم سومره خوږ دى نغمه زار وى
نـه مـى تــرې وکـړو يــاقــربــان او نــه سندره پـه جار
اې د پـردي وطـن نـور څه وى خـو بـس کار او کار وى
چــى دى لــه ستــرګــو د کــتــابـــه کــوم غزل وايـمـه
بس د هـر سړي په خولى واه واه وى او ځار ځار وى
دا لـيـونـتـوب کـه بـى خــودى ده کـه د عـشـق انـتـهـا
تــاسره نــاســت يــمـه او بـــيــا هــم سـتـا انتظار وى
قـــراره بــه پـکـې بـيـا دغــه نــاچــيــزه کرښـې وايـم
چـى خـوږه خـوږه يـاران وى محفل وى غــزل زار وى